روسیه له افغانستانه د خلکو د ایستلو لپاره اضافي الوتنې کوي

ارشیف، د روسیې پوځي ټرانسپورټي الوتکه

روسیه له افغانستانه د خلکو د ایستلو لپاره د اضافي الوتنو خبر ورکوي.

په کابل کې د روسیې سفارت پر خپل ټویټر خبر ورکړی چې په اضافي الوتنو کې به د روسیې اتباع او اوسېدونکي او همداراز د ډله‌ییز امنیت د غړو هېوادونو وګړي بهر ته ولېږدول شي.

تر اوسه معلومه نه‌ده چې دا الوتنې د اګسټ په ۳۱مه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له مهلت وروسته هم دوام کوي که نه. روسیې تېره اوونۍ هم له افغانستانه شااوخوا ۳۶۰ کسان وایستل.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف نن د وږې په ۸مه د روسیې له دولتي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل په کابل کې د روسیې سفارت له طالبانو سره د اړیکو پر جوړولو په جدیت سره کار کوي.

په همدې حال کې د روسیې دفاع وزارت په تاجکستان کې د افغانستان پولو ته نږدې غرنیو سیمو کې د پوځي تطبیقاتو د پیل خبر ورکړی. په دې تطبیقاتو کې د انټرفکس خبري اژانس د راپور له مخې په تاجکستان کې د روسیې د پوځي اډې شااوخوا ۵۰۰ پلي موتوریزه ځواکونه برخه لري.