په کابل کې پر شکریې بارکزۍ څه تېر شول؟
Your browser doesn’t support HTML5
پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته له هېواده د مخکښو شخصیتونو او فعالانو د وتلو لړۍ روانه ده.
په دې ډله کې هغه نارینه او ښځې هم له افغانستانه وتلي او لاهم د وتلو په حال کې دي چې د هېواد مسلکي او تخصصي پانګه یا مغز بلل کېږي.
شکریه بارکزۍ د نامتو ژونالیستانو، با نفوذه سیاستوالو او مخکښو فعالانو له ډلې ده چې د وروستیو پېښو له کبله له هېواده وتلو ته اړه شوې ده.
مېرمن بارکزۍ له لندن څخه د سکایپ له لارې له آزادۍ راډیو سره خبرې کړي چې دلته یې لیدلای شئ.