یوه الوتکه چې لسګونه افغانانیې لېږدول پرون یکشنبه کوسوو ته ورسېده.
دغه افغانان چې شمېر یې نږدې ۱۰۰ تنو رسېده، د امریکا په یوه پوځي الوتکه کې د کوسوو پلازمېنې بریشتینا ته ورسېدل.
د کوسوو ولسمشر، د دې هېواد صدراعظم او د امریکا سفیر د دغو افغانانو هرکلی وکړ.
کوسوو موافقه کړې چې امریکا ته د دغو افغانانو د تلو د پروسې تر بشپړېدو په خپله خاوره کې د هغوی کوربهتوب وکړي.
پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته په وروستیو ورځو کې په سلګونه نور افغانان هم البانیا ته رسېدلي دي.
دې هېواد ویلي چې تر ۴ زرو پورې افغانانو ته د اوسېدو موقتي امکانات برابروي.
شمالي مقدونیه هم د شااوخوا ۴۵۰ افغانانو موقتې اوسېدنې ته زمینه برابره کړې ده.
د اګسټ له ۱۴مې راهیسې چې طالبانو کابل ونیو، له ۱۰۰ زرو زیات افغانان او د بهرنیو هېوادونو وګړي له افغانستانه امریکا او نورو هېوادونو وایستل.