طالبان به قانوني اسناد لرونکو بهرنیانو او افغانانو ته د 'سفر اجازه' ورکړي

د کابل هوايي ډګر مخ ته یو شمېر وسله‌وال طالبان

طالبان به هغو بهرنیو اتباعو او افغانانو ته له افغانستانه د وتلو اجازه ورکوي چې د سفر قانوني اسناد ولري.

دا معلومات د امریکا، بریتانیا او یو شمېر نورو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې راغلي دي.

اعلامیه کې راغلي، طالبانو ډاډ ورکړی چې دې کسانو ته به خوندي شرایط برابروي چې هوایي ډګر ته ولاړ او خپل منزل ته سفر وکړي.

اعلامیه کې راغلي، د نړۍ بېلابېل هېوادونه لکه استرالیا، جاپان، فرانسه، اسپانیا او یو شمېر نور به مشخصو افغانانو ته د ویزو ورکړه جاري وساتي.