پاکستاني چارواکي وایي، د افغانستان له خاورې وسلهوالو برید کوونکو د دوی دوه سرتېري وژلي دي.
د پاکستان پوځ پرون ماښام وویل، د دوی په ځوابي ډزو کې هم دوه درې برید کوونکي لهمنځه وړل شوي دي.
دا برید په باجوړ سیمه کې شوی او له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، دا په خپل ډول کې لومړنی داسې برید دی.
باجوړ د پاکستان هغه قبایلي سیمه ده چې یو شمېر سختدریځه ډلو له هغې جملې تحریک طالبان پاکستان پهکې فعالیت کاوه.
د پاکستان پوځ نهدي ویلي چې د دې حملې تر شا د کومو وسلهوالو لاس دی، خو دوی برید کوونکي ترهګر بللي دي.