بایډن او مېرمن‌یې په افغانستان کې د وژل شویو پوځیانو درناوی وکړ

د امریکا ولسمشر خپلو سرتېرو ته د درناوي په حال کې

د امریکا ولسمشر جو بایډن او مېرمن‌یې جیل بایډن پرون د هغو ۱۳ امریکایي پوځیانو درناوي ته ورغلل چې تازه افغانستان کې وژل شوي وو.

بایډن د امریکا د هوایي ځواکونو په یوې اډه کې د وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره هم وکتل.

د وژل شویو امریکایي پوځیانو جسدونه پرون د امریکا د دلیویر ایالت یوې هوایي اډې ته ورسېدل.

دا کسان د اګسټ په ۲۶مه هغو چاودنو کې ووژل شول چې هوایي ډګر ته نږدې داعش وسله‌والو وکړې.

پرون هم د کابل هوایي ډګر ته نږدې امریکایي ځواکونو د داعش په یو ځانمرګي بریدګر باندې هوایي برید وکړ.

تر دې برید وړاندې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان له افغانستانه د خپلو اتباعو او همکارانو د ایستلو عملیات خطرناک بللي و.

سولیوان ویلي و: "دا یوه له حده زیات خطرناک مأموریت کې له حده زیاته خطرناکه شېبه ده، موږ تر خپله وسه هر څه کوو چې هغه ګواښونه شنډ او مخه‌یې ونیسو چې وینو یې. موږ د هرې هغې حملې مخه نیسو چې د امریکایي ځواکونو او یا هغو ملکیانو ژوند ته خطر پېښوي چې هڅه کوي د کابل هوایي ډګر ته ولاړ شي."

د کابل هوایي ډګر ته نږدې د اګسټ په ۲۶مه دوه چاودنې وشوې چې شااوخوا ۱۷۰ تنه په‌کې ووژل شول.