د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن د خبرداري په ځواب کې، یوه لوړ پوړي ایراني چارواکي ویلي چې بایډن ناقانونه ایران ګواښي.
بایډن خبرداری ورکړ که چېرې اټمي خبرې ناکامې شي نو هغه به نورو انتخابونو ته مخه کړي.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شمخاني په خپل ټویټر کې لیکلي: "د ایران پر وړاندې د 'نورو اختیارونو' په کارولو ټینګار ایران ته دا حق ورکوي چي مقابله ځواب ورکولو باندې فکر وکړي."
د جمعې په ورځ د اسراییلو له صدراعظم نفتالي بینیټ سره په خپله لومړۍ ناسته کې جو بایډن ټینګار وکړ چې هغه به په لومړي پړاو کې د ایران د اټمي پروګرام د مخنیوي لپاره ډیپلوماسي و ازمویي، خو که خبرې ناکامې شي، هغه چمتو دی چې په نورو انتخابونو غور وکړي.