د افغانستان د سوداګري او پانګونې خوني مشرتابه او د پاکستان د سوداګرۍ او صنايعو ګډې خونې مشرتابه په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان سره وکتل.
دغې خونې نن یکشنبې (د وږې په ۷مه) په یو بیان کې ویلي، ياده ناسته کى د همکاریو په پراختیا او د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر اوږد مهاله او لنډ مهاله سوداګريزو اړېکو بحث شوی.
په بیان کې راغلي، په یاده غونډه کې په افغانستان کې د نوي نظام راتګ د دوه اړخيزه اقتصاد د پرمختګ لپاره ښه فرصت وګڼل شو.
د دې ترڅنګ ویل شوي چې د خصوصي سکټورونو د اړيکو د پياوړي کولو لپاره د ګډې خونې له خوا د سوداګرو پر تګ او راتګ باندې هم ټېنګار وشو.
سربيره پر دې تخنيکي ستونزې لکه په تورخم او سپين بولدک کې د خالي کانټينرونو د درولو ستونزه، تعرفوي خنډونه، د بانکونو ستونزې او داسې نورو مسایلو باندې هم خبرې شوي او پاکستاني لوري ژمنه کړې چې سوداګرو ته به اسانتیا برابروي.