صرافان: د افغانستان بانک د بانکونو د ژر پرانیستو ډاډه را کړی

افغان صرافان د پیسو د تبادلې په حال کې

په کابل کې د شهزاده سرای د صرافانو سراسري ټولنې مرستیال حاجي دادګل ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان بانک مسوولینو ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به بانکونه او صرافۍ پرانېستل شي.

نوموړی وایي: "موږ په تېره یوه اوونۍ کې د اقتصادي کمېسیون مسوولینو سره په مالیې، تجارت او سوداګرۍ خونه کې ناسته درلوده او همدارنګه پرون موږ د افغانستان بانک له لومړي مرستیال سره لیده کاته درلوده، دوی په تمامه معنی موږ ته ډاډ را کاوه چې د یو منظم مېکانېزم پر بنسټ به هم مهاله د بانکونو د پرانېستې په وخت کې شهزاه سرای هم پرانېستل شي."

نوموړي له اړوندو مسوولینو وغوښتل چې د هېواد ناسم اقتصادي وضعیت ته جدي پام وکړي.

د دغې ټولنې مسوولین وایي، که سرای شهزاده نور هم تړلی پاتې شي خلک به له لوی ناورین سره مخ شي.

دوی وایي،که څه هم د افغانستان بانک پرون ژمنه کړې وه چې نن یکشنبه به ټول بانکونه پرانېستل شي خو لا هم بانکونه تړلي دي.

په کابل او ولایتونو کې بانکونه او سوداګریزې چارې له تېرو دوو اونیو راهیسې بندې دي او خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.