خامنه اي: حکومتونه ځي راځي، خو ایران تل له افغانانو سره ولاړ دی

د ایران ستر مشر ایات الله علي خامنه اي

د ایران ستر مشر ایات الله علي خامنه اي وایي، په افغانستان کې حکومتونه ځي او راځي، خو هېواد یې تل له افغانانو سره مرستې ته ولاړ دی.

خامنه اې دغه څرګندونې پرون شنبه (د وږي ۶مه) په تهران کې د ایران له نوي ولسمشر ابراهیم رییسي سره د کتنې پر مهال وکړې: "د افغانستانه په اړه موږ د دې هېواد د خلکو ملاتړ کوو، د خلکو یې. حکومتونه ځي او راځي. په وروستیو کلونو کې یو شمېر حکومتونه واک ته ورسېدل – دوی راغلل او لاړل. موږ د افغانستان د خلکو ملاتړ کوو. زموږ اړیکې د دوی له حکومت سره په دې پورې تړلي چې هغه له موږ سره څه ډول اړیکې پالي؟"

د خامنه اي د دې څرګندونو اشاره په افغانستان کې وروستیو چټکو بدلونونو ته وه چې د اشرف غني په مشرۍ حکومت نسکور او طالبانو افغانستان ونیو.

خامنه اي په راتلونکي کې د طالبانو له احتمالي حکومت سره د اړیکو د څرنګوالي خبره داسې مهال کوي چې تهران څو ځلي د طالبانو مشران خبرو ته وربللي وو او تر اوسه یې ورسره ښې اړیکې پاللي دي.