پنټاګون: افغانستان کې خپل ماموریت په تنظیم شوې بڼه پای ته رسوو

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي

د امریکا دفاع وزارت وایي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پوځي ماموریت به په خوندي او تنظیم شوې بڼه د روانې اګسټ میاشتې په ۳۱ مه پای ته ورسوي.

د دفاع وزارت یا پنټاګون ویاند جان کربي پرون شنبه (د وږي ۶مه) په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د دغه ماموریت تر بشپړېدو به د کابل له هوایي ډګره د خلکو ایستلو ته دوام ورکړي.

د امریکا د وسله والو ځواکونو د درستیز والی د سیمه ییزو عملیاتو مرستیال مشر جنرال هانک ټېلر چې له ښاغلي کربي سره یې په دې ګډ خبرې کنفرانس کې ګډون کړی و، تر پرون شنبې پورې د دغو عملیاتو په ترڅ کې له افغانستانه د ټولو ایستل شوېو کسانو شمېر له ۱۱۷ زره تنو زیات وښود او ویې ویل: "د جمعې په ورځ، په ۲۴ ساعتونو کې ۶۶ الوتنې له کابله ترسره شوې او ۶۸۰۰ کسان ولېږدول شول. نن شنبې تاسو ته ویلی شم چې ټول له ۱۱۷ زرو زیات کسان چې اکثره یې افغانان دي، ایستل شوي دي."

د دفاع وزارت ویاند جان کربي دغه راز وویل، سره له دې چې په کابل هوایي ډګر کې یې ځواکونو ته جدي ګواښ متوجه دی خو په متحدو ایالاتونو کې دننه او بهر هېوادونو کې د پوځ په زرګونه ځواکونه هڅې کوي چې دغه مهم ماموریت بشپړ کړي.

جان کربي پر اسلامي دولت ډلې یا داعش چې پر کابل هوایي ډګر یې د وروستۍ خونړۍ حملې مسولیت اخیستی، د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید په اړه وویل چې د دغه برید په نتیجه کې د داعش یو غړی چې دغه حمله یې پلان کړې وه او یو بل چې ورسره مرسته یې کړې وه، وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د راپورونو له مخې امریکایي بې پیلوټه الوتکې دغه برید په ننګرهار کې د داعش پر غړیو ترسره کړی.