افغان شاعر، لیکوال او سیاسي شنونکی اسدالله ولوالجي په حق ورسېد

د افغانستان نامتو شاعر، لیکوال او سیاسي شنونکی اسدالله ولوالجي

د افغانستان نامتو شاعر، لیکوال او سیاسي شنونکی اسدالله ولوالجي نن د ۶۷ کلونو په عمر په حق ورسېد.

د ولوالجي یوه خپلوان تیمور توراني ازادي راډیو ته وویل چې نوموړی د ناروغۍ له کبله نن په کابل کې د ژوند پور پرې کړ.

د ولوالجي د مېرمنې او یوې لور په ګډون د نوموړي د کورنۍ څلور غړي تېر کال په غبرګولي میاشت کې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د یوه ماین په چاودنه کې ووژل شول.