بریتانیا له افغانستانه د ایستلو خلکو ماموریت نن پای ته رسوي

د کابل هوايي ډګر ته نږدې انتظار خلک

بریتانیا وايي چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر له لارې له افغانستانه د بهرنیانو او ملکي افغانانو د اېستلو ماموریت نن پای ته رسوي.

د بریتانیا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال نېک کارټر نن وویل چې دوی د خپل کارپای ته نژدې شوي او نن شنبې یې ماموریت بشپړېږي.

ښاغلي کارټر د دې عملیاتو د څرنګوالي په اړه وویل: "موږ په تېرو دوو اونیو کې ۱۶۵ الوتنې وکړې او د ورځې مو له اتو تر نهو پورې الوتنې کولې.له دې وروسته به په پاتې الوتکو کې برتانوي سرتېري خپل هېواد ته ستانه شي. "

له دې سره د حامد کرزي د نړیوال هوایي‌ ډګر له لارې بهر ته د بهرنیو وګړو او افغانانو د ایستلو چارې وروستي پړاو ته نژدې شوي دي.

د راپورونو له مخې امریکا او متحدانو یې د اګسټ له ۱۴مې نېټې راهیسې نژدې ۱۱۱ زره کسان له کابله اېستلې.

د امریکا پوځ تراوسه ۵۱۰۰ امریکایان د کابل د هوايي ډګر له لارې ایستلې او وايي، که اړتیا وي دې پروسې ته به د اګسټ تر ۳۱ مې پورې دوام ورکړي.

د فرانسې په ګډون له شلو ډېرو هېوادونو ویلي دي چې دا عملیات یې د جمعې تر ورځې بشپړ کړل.

د سې شنبې په ورځ د اګسټ په یو دېرشمه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو وروستی مهلت دی.