د افغانستان د صرافانو ټولنه وايي، تر کومه چې د بانکونو د فعاليت په اړه کره پرېکړه ونه شي دوی خپل فعاليت نه پيلوي.
د دې ټولنې يوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وويل، سره له دې چې د طالبانو د چارواکو له خوا دوی ته د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړل شوی، خو بيا هم دوی د بانکي سيسټم تر بيا پيل پورې خپل فعاليتونه ځنډولي.
د یادونې وړ ده چې له تېرې يوې نيمې اوونۍ راهيسې د افغانستان ټول بانکونه، شهزاده سرای او نورو ښاري صرافيانو خپل فعاليتونه بند کړي دي.