د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن د اسراییل صدراعظم نفتالي بنت ته ویلي دي چې واشګټن له ایران سره د اټمي تړون د بیا راژوندي کېدو لپاره ډپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکوي.
ښاغلي بایډن پرون په واشنګټن کې خبرې غونډې ته وویل: "موږ د ایران د ګواښ په اړه او په دې باره کې چې ډاډ ترلاسه کړو چې ایران به کله هم اټمي وسله نه ترلاسه کوي، په خبرو یوو. موږ ډپلوماسي ته لومړیتوب ورکوو او ګورو چې چېرته رسېږو. که دپلوماسي ناکامه شوه، نورو لارو ته مخه کوو."
د دوه زره اتلسم کال د مې په میاشت کې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ترمپ د ایران او د نړۍ د شپږو پياوړیو قدرتونو ترمنځ له شوي اټمي تړونه بهر شو او پر ایران یې نور بندیزونه ولګول.