کابل کې د امریکا سفارت: امریکایان دې هوايي ډګر ته له تلو ډډه وکړي

د کابل هوايي ډګر

په کابل کې د امریکا د متحد ایالاتونو سفارت له امریکایانو غوښتي دي چې د حامد کرزي په هوایي ډګر کې د امنیتي ګواښونو له امله دې له تګ څخه ډډه وکړي.

دې سفارت په یوه بیان کې ویلي دي، هغه امریکایان چې د 'ابې' له وره، له ختیځ وره او شمالي دروازې سره دي یا هم د کورنیو چارو د وزارت د نوې ودانۍ له دروازې سره دي باید سمدستي سیمه پریږدي.

سپینې ماڼۍ په کابل کې د بل احتمالي برید خبر ورکړی دی.