د کابل د نړیوال هوایي ډګر له لارې بهر ته د بهرنیو وګړو او افغانانو د ایستلو چارې وروستي پړاو ته نژدې شوي دي.
د راپورونو له مخې امریکا او متحدانو یې د اګسټ له ۱۴مې نېټې راهیسې نژدې ۱۱۱ زره کسان له کابله اېستلې دي.
د امریکا پوځ تر اوسه ۵۱۰۰ امریکایان د کابل د هوايي ډګر له لارې ایستلي دي او وايي، که اړتیا وي، د اګسټ تر ۳۱ مې به دې پروسې ته دوام ورکړي.
د فرانسې په ګډون له شلو ډېرو هېوادونو ویلي دي چې دا عملیات یې د جمعې تر ورځې بشپړ کړل او بریتانیا ویلي چې دا ماموریت به نن بشپړ کړي.
د فرانسې دفاع وزیرې فلورنس پارلي پرون وویل، له دوو اونیو په لږه موده کې فرانسې نژدې درې زره کسان د دوه زره شپږ سوه افغانانو په ګډون خوندي ځایونو ته لېږدولي دي.
د سې شنبې په ورځ د اګسټ په یو دېرشمه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو وروستی مهلت دی.