د ناټو ملکي استازی 'سټیفانو پونټې کوروو' د تل لپاره له افغانستانه ووت

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی د تل لپاره له افغانستانه ووت.

ایټالوي ډيپلومات سټیفانو پونټې کوروو چې په افغانستان کې یې د ناټو د ملکي استازي په توګه دنده ترسره کوله پرون جمعه (د وږې ۶مه) اعلان وکړ چې له افغانستان سره د تل لپاره خدای په اماني کوي.

ښاغلي پونټي کوروو پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې له کابل به خواشیني زړه ځي.

هغه د ناټو له متحدانو او شریکانو، له افغانستانه د خلکو د وتلو په بهېر کې د مرستې په خاطر مننه کړې او ویلي یې دي چې ده له ګڼو ستونزو سره-سره له افغانستانه د زرګونه انسانانو د وتلو په چاره کې مهم رول لوبولی دی.

طالبان د اګسټ په ۱۵مه کابل ته ننوتل او اوس زیات شمېر بهرنیان او افغان وګړي هڅه کوي چې د اګسټ په ۳۱مه نېټه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو د ټاکلي مهلت له را رسېدو مخکې له دې هېواده ووځي.