طالبان ښځینه ډاکټرانو ته: خپلو دندو ته را وګرځئ

ارشیف؛ یو تن افغانه ښځینه ډاکټره

طالبانو د عامې روغتیا وزارت ښځینه کار کوونکو ته خبر ورکړی چې په مرکز او ولایتونو کې خپلو دندو ته حاضرې شي.

په هغه اعلامیه کې چې د طالبانو د ادارې د روغتیا وزارت خپره کړې ده روغتیاپالو ښځو ته ډاډ ورکړل شوی چې د دوی لپاره د کارکولو هېڅ ډول ممانعت نه شته.

په بیان کې راغلي دي چې د روغتیا وزارت ښځینه کار کوونکې دې په منظم ډول خپلو دندو ته حاضرې شي.

طالبانو په نوېیمه لسیزه کې په خپله تېر ځل واکمنۍ کې د روغتیا وزارت په ګډون په هېڅ یوه دولتي اداره کې ښځو ته د کار اجازه نه ورکوله، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل لومړني خبري کنفرانس کې ډاډ ورکړ چې ښځو ته به د شریعت په چوکاټ کې د کار اجازه وي.

تراوسه پورې معلومه نه ده چې طالبان به ښځو ته په نورو برخو کې هم د کار اجازه ورکړي که نه.