د کابل هوایي ډګر خونړۍ حملې؛ لا هم د وژل شویو دقیق شمېر نه‌دی اعلان شوی

د کابل هوایي ډګر کې د تېرې ورځې خونړیو حملو قربانیان

د کابل په هوایي ډګر کې د تېرې ورځې له خونړیو حملو نږدې ۲۴ ساعته تېرېږي، خو د وژل شویو کسانو دقیق شمېر تر اوسه نه‌دی اعلان شوی.

یو شمېر لوېدیځ اژانسونه په دغو حملو کې د لږ تر لږه ۹۵ افغانانو او د ۱۳ امریکایي سرتېرو د وژل کېدو خبره کوي.

امریکایي چارواکو خپل لور ته د ۱۳ سرتېرو د وژلو خبره تأیید کړې او ویلي یې دي چې په دغو حملو کې چې مسؤلیت‌یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش اخیستی، ۱۷ امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت مخکې له دې د دوو انتحاري حملو راپور ورکړی و، خو نن جمعه‌یې «۱۴۰۰ کال د وږې ۰۵» په یوه نوي بیان کې ویلي چې تازه ارزونو ته کتو یوازې یوه انتحاري حمله شوې ده.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت او نورو مسؤلو چارواکو تر اوسه د وژل شویو دقیق شمېر نه‌دی اعلان کړی.

دغه‌راز لوېدیځ اژانسونو په دغو حملو کې د لږ تر لږه ۱۵ افغانانو د ټپي کېدو راپورونه ورکړي دي.