ملګري ملتونه: ښایي راتلونکو میاشتو کې له افغانستانه تر نیم ملیون کسان ووځي

له افغانستانه د یو شمېر کورنیو د وتلو بهیر

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) اټکل کوي چې په تر ټولو بد حالت کې ښایي په راتلونکو میاشتو کې له افغانستانه تر نیم ملیون پورې کسان ووځي.

دا بنسټ وایي، تېره اوونۍ د طالبانو له‌خوا د افغانستان له نیولو وروسته په دې هېواد کې تر اوسه وضعیت مبهم دی او ښایي په چټکۍ بدل شي. دا اداره اټکل کوي چې تر ۵۱۵ زرو پورې به نور افغانان هم کډوال شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په وینا په دې سره به پر هغو ۲،۲ ملیون افغانانو چې په بهر، په تېره ایران او پاکستان کې د کډوالو په توګه رسمي ثبت دي، ورزیات شي.

دغې ادارې دغه‌راز د روان کال له پیل راهیسې په هېواد کې دننه د جګړو له امله د بې‌ځایه شویو کسانو شمېر ۵۵۸ زره اټکل کړی دی.