د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، د ترهګرو له وېرې به د کابل له هوایي ډګره د خلکو د ایستلو بهیر ونهدروي.
بایډن چې تېر ماښامیې په سپینه ماڼۍ کې پر کابل هوایي ډګر له دوو انتحاري حملو وروسته څرګندونې کولې دغهراز وویل چې خپلو قوماندانانو تهیې امر کړی چې پر اسلامي دولت ډلې یا داعش د حملو لپاره پلانونه جوړ کړي. هغه ډله چې د دغو خونړیو حملو چې د په لسګونه وژل شویو کسانو په ډله کې یې ۱۳ امریکایي سرتېري شامل دي، مسؤلیت اخیستی.
ښاغلی بایډن وايي: "موږ به له ترهګرو ونهبېرېږو. زه به دوی پرېنږدم چې زموږ مأموریت ودروي. موږ به د خلکو ایستلو ته دوام ورکړو. ما دغهراز خپلو قوماندانانو ته امر کړی چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې، پر شتمنیو، مشرانو او تأسیساتو د حملو لپاره عملیاتي پلانونه جوړ کړي. موږ به په خپل وخت، پر هغو ځایونو چې د حملو لپارهیې غوره کوو، په ځواک او دقت سره ځواب ورکړو. د داعش ترهګر به بریالي نهشي."
بایډن وژل شوي امریکایي سرتېري اتلان یاد کړل چې د ده په وینا د خلکو د ژغورلو لپارهیې یو سخت مأموریت مخ ته وړ.
هغه زیاته کړه چې په تېرو ۱۱ ورځو کې یې له ۱۰۰ زرو زیات امریکایان، متحدان او نور افغانان چې له موږ سرهیې مرسته کړې، د کابل له هوایي ډګره په خوندي توګه ایستلي دي.