اردوغان: د کابل هوایي ډګر په تړاو د طالبانو د غوښتنې په اړه خبرې روانې دي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، د ترک ځواکونو له‌خوا د کابل د هوایي ډګر د چارو د سمبالولو لپاره‌یې د طالبانو د غوښتنې په اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه‌ده کړې.

اردوغان نن په انقره کې وویل چې په دې اړه خبرې روانې دي.

یو شمېر چارواکو روانه اوونۍ روېټرز خبري اژانس ته وویل چې طالبانو له ترکیې غوښتي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته دې د کابل د هوایي ډګر د فعالیت په پر مخ وړلو کې تخنیکي مرسته وکړي.

اردوغان په کابل هوایي ډګر کې پرونیو انتحاري حملو ته په پام وویل، مخکې له دې چې د کابل د هوایي ډګر په اړه پرېکړه وکړي، لومړی باید په دې ښار کې امن ټینګ شي.

د ناټو مأموریت په چوکاټ کې په سلګونه ترک ځواکونو له شپږو کلونو راهیسې د کابل د هوایي ډګر د امنیتي چارو مسؤلیت په غاړه اخیستی و.

د روېټرز په وینا دې هېواد له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، خپل لږ تر لږه ۳۵۰ سرتېري او له ۱،۴۰۰ زیات افغانان له افغانستانه ایستلي دي.