طالبان: کابل هوایي ډګر کې د بهرني پوځیانو حضور حملو ته زمینه برابره کړې

د کابل هوايي ډګر یوه دروازه کې د پرونۍ حملو سیمه

طالبان وایي، په کابل هوایي ډګر کې د بهرنیو پوځیانو حضور او د خلکو زیاتې ګڼه ګوڼې پرونیو انتحاري حملو ته زمینه برابره کړې.

په دغو حملو کې د ۱۳ امریکایي سرتېرو په ګډون له ۸۰ د زیاتو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

په وژل شویو کې د ۲۰ زیاتو طالب ساتونکو خبره هم شوې، خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د هوایي ډګر په هغه خوا کې چې مسؤلیت‌یې د امریکایي ځواکونو دی، شوې او د دوی لوري ته مرګ‌ژوبله نه‌ده رسېدلې.

ښاغلی مجاهد زیاتوي: "دغه چاودنه په داسې سیمه کې شوې چې هغه د دوی اړخ دی، د موږ اړخ نه‌دی. موږ ډېر په فاصله کې یو، زموږ ځواکونو ته تاوان هم نه‌دی رسېدلی او زیان چې اوښتی، عامو خلکو ته اوښتی چې دلته‌یې ډېره تجمع جوړه کړې وه."

ښاغلي مجاهد هغو انتقادونو ته په پام چې طالبان د دا ډول حملو چې مسؤلیت‌یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخیستی، په مخنیوي کې پاتې راغلي وویل، دا چې اوس د کابل په ګډون په ټول افغانستان کې امن ټینګ دی، د دوی د دې خبرې چې کولای شي په ټول هېواد کې امن ټینګ کړي، ښکاره ثبوت دی.