د قزاقستان چارواکي وايي، په جنوبي ولایت ژامبیل کې د مهماتو په ډیپوګانو کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۶۰ تنه ټپیان شوي دي.
د چارواکو په وینا، اور وژونکو د چاودنو له امله د لګېدلي اور د مهارولو لپاره هڅې کړي.
د قزاقستان دفاع وزارت په یوه بیان کې وویل چې د پېښې له ځای سره نږدې د څلورو کلیو اوسېدونکي امن ځای ته وړل شوي.
د بیان له مخې، په سلهاو پوځيان، پولیس افسران او ډاکتران د ژغورنې عملیاتو کې د مرستې لپاره راټول شوي.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف په ټویټر ویلي چې په پېښه کې لږ تر لږه ۳۰ تنه ټپیان سرتېري او د بېړنیو برخو کارګران دي.
د ولسمشر په وینا، وضعیت تر کنټرول لاندې دی او د چاودنو د لامل په اړه څېړنې پیل شوې دي.
په ۲۰۱۹ کې، د قزاقستان اریس ښار ته نږدې د مهماتو په ډیپو کې یوې چاودنې څلور کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.