بلغاریا اعلان کړی چې له ترکیې او یونان سره خپلو پولو ته ۴۰۰ تر ۷۰۰ عسکر استوي.
دوی احتمالاً د هغو کډوالو د مخنیوي لپاره استول کېږي چې له افغانستانه اروپا ته روان دي.
ګڼ افغانان چې د ځمکې له لارې اروپا ته ځي تر ډېره د بلغاریا له لارې تېرېږي.
د بلغاریا د دفاع وزیر جورجي پانایاټوف په یوه بیان کې وویل چې د هېواد په پولو باندې یې فشار مخ په ډېرېدو دی.
د بلغاریا د دفاع وزیر په وینا دا عسکر به له پولیسو او نورو امنیتي قواوو سره د موانعو په رامنځته کولو او نظارت کې مرسته وکړي.
د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت هم ویلي دي چې په دې وروستیو اوونیو کې د ترکیې او یونان سره په پوله کې "د کډوالۍ فشار ډېر شوی".
یونان او ترکیې اروپا ته د کډوالۍ د نوې څپې په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
په افغانستان باندې د طالبانو لهخوا د نږدې ټول افغانستان تر ولکې وروسته ګڼ خلک له دغه هېواده د راوتلو په لټه کې دي.
اروپایي ټولنه د ۲۰۱۵ کال د کډوالۍ د کړکېچ بیا تکرارېدو په اړه اندېښنه لري.