۲۸ زره تنه له افغانستان نه متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي

د کابل هوايي ډګر

اماراتي چارواکي وايي، له کله چې طالبانو کابل نیولی دی، ۲۸ زره تنه له افغانستان څخه متحده عربي اماراتو ته راوستل شوي دي.

هغه افغانان چې لوېدیځو هېوادونو ته بیول کېږي، ډېر یې لومړی متحده عربي امارات، قطر او بحرین ته لېږدول کېږي.

د بریتانیا د مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د متحده عربي اماراتو چارواکي وايي، په ۲۸ زره تنو کې چې دغه هېواد ته راوستل شوي، ۱۲ زره د بریتانیا او ۹ زره د امریکا له لوري هلته رسول شوي دي.

د طالبانو لاس ته د کابل تر لوېدو مخکې ۸،۵۰۰ تنه متحده عربي اماراتو ته رسول شوي وو.

په همدې حال کې قطر ویلي چې تر اوسه پورې یې له افغانستانه د څه باندې ۴۰ زره تنو په لېږدولو کې مرسته کړې ده.