د بریتانیا صدراعظم وايي له افغانستانه د خلکو د ایستلو بهیر ته دوام ورکوي

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون

د بریتانیا صدراعظم وايي، د کابل په هوايي ډګر کې له انتحاري بریدونو سره سره به له افغانستان څخه د خلکو د ایستلو بهیر دوام وکړي.

بورېس جانسون د کابل د هوايي ډګر انتحاري چاودنې وحشیانه ترورېستي حملې وبللې.

ده چې د خپل هېواد د حکومت د بېړنۍ کمېټې غونډې ته خبرې کولې وویل، له بده مرغه د امریکا د پوځ سرتېري او همداراز ګڼ افغانان په دې برید کې وژل شوی دي.

ده زیاته کړه: "دا یوه وحشیانه ترورېستي حمله وه. د کابل په هوايي ډګر کې یو لړ حملې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې وشوې چې په ډېره خواشینۍ د امریکا متحده ایالاتو غړي په‌کې ووژل شول او ډېرو افغانانو ته هم مرګ‌ژوبلې واوښتې. موږ د امریکا له متحده ایالاتو او افغانانو سره خواخوږي کوو."

د چهارشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم ویلي و چې د اګسټ په ۳۱مه نېټه د امریکايي پوځیانو د مأموریت له پای ته رسېدو وروسته به هم هېواد د امریکایانو او هغو افغانانو ایستلو ته دوام ورکړي چې ژوند یې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دی.