له افغانستانه د هالنډ، بلجیم او هنګري د اتباعو او همکارانو لېږد پای ته ورسېد

له افغانستانه د یو شمېر افغانانو او بهرنیانو د وتلو لړۍ

د ناټو درې غړو هالنډ، بلجیم او هنګري له افغانستان څخه د خپلو اتباعو او خپلو افغان همکارانو د لېږدولو د عملیاتو د پای اعلان وکړ.

متحده ایالاتو او نورو لوېدیځو هېوادونو بیا خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې سمدستي د کابل نړیوال هوایي ډګر څخه لیرې شي.

دوی ویلي دي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش له‌خوا د ترهګریز برید لپاره خورا معتبر ګواښونه موجود دي.

د خبرداریو سره سره، زرګونه کسان هڅه کوي چې د کابل هوایي ډګر له لارې له افغانستان څخه ووځي.

دا لا روښانه نه‌ده چې څومره لوېدیځوال د هوایي ډګر له لارې د افغانستان پرېښودو ته انتظار باسي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون وویل چې لاهم په افغانستان کې شااوخوا یو نیم زر امریکایي اتباع موجود دي.

د اګسټ له ۱۵مې تر دې دمه پورې د لسګونه زره کسانو په ډله کې چې امریکا ایستلي څلور ۴،۵۰۰ امریکايي اتباع هم شامل دي.