د کابل هوايي ډګر دباندې دوه چاودنې وشوې

د کابل هوايي ډګر دباندې چاودنو کې ټپيان شوي کسان

پنټاګون تأیید کړه چې کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر دباندې سیمه کې دوه چاودنې شوي او کابل ښار یې ولړزاوه.

تر اوسه په رسمي توګه د وژل شویو او ټپیانو شمېر نه‌دی تأیید شوی، خو نیویارک ټایمز په خپل یوه راپور کې د یو شمېر خبریالانو له قوله ویلي چې لږ تر لږه ۲۰ ټپیان د پېښې له سیمې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت، پنټاګون هم د یو شمېر کسانو وژل کېدل او ټپي کېدل تأیید کړي، خو کره شمېر یې نه‌دی په ډاګه کړی.

د اګسټ میاشتې په ۱۵مه د طالبانو له لوري د کابل ښار له نیولو وروسته، زرګونه افغان ملکي کسان او بهرني وګړي د دغه هوايي ډګر دروازو کې چې دوه پوځي او ملکي برخې لري، راټول شوي او هڅه کوي په پوځي الوتکو کې له افغانستانه ووځي.

خو له هوايي ډګر دباندې سیمه کې د اوونۍ په لړ کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وي ځکه چې خلک الوتکو ته د رسېدو هڅه کوي.

د پنټاګون ویاند جان کربي په خپل ټویټر یو پیغام کې وايي: "موږ تأییدوو چې د هوايي ډګر ابې دروازه کې چاودنه د یوې پېچلې حملې له امله وه چې د یو شمېر امریکايي اتباعو او ملکیانو د وژنې لامل شوه. موږ دغه‌راز لږ تر لږه د ابې دروازې په لنډ واټن کې د بارون هوټل ته نږدې یوه چاودنه تأییدوو."

کابل کې د امریکا سفارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړ چې د کابل هوايي ډګر ته له ننوتلو ډډه وکړي او له هغو امریکایانو چې ابې، ختیځ او شمالي دروازو کې وو وغوښتل چې ډېر ژر دغه سیمې خوشې کړي.

دا چاودنې داسې مهال وشوې چې نن پنجشنبه د کابل هوايي ډګر ته د لوړو امنیتي ګواښونو خبرداری ورکړل شوی و.