د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل چې هېواد یې په ځینو مشخصو ټولنیزو او اقتصادي برخو کې خورا شاته دی.
هغه منلې چې د هغه هېواد وضعیت باید بدلون ومومي او دا چې حکومت باید د خلکو د ژوند شرایط ښه کړي.
ښاغلي رئيسي دا څرګندونې نن د خپلې کابینې د لومړۍ غونډې په پیل کې وکړې.
د ایران خلک نهیوازې د کرونا ویروس ډېلټا بڼې له جدي ګواښ سره مخ دي، بلکې د واشنګټن لهخوا لګول شویو بندیزونو هم د دوی اقتصاد ته سخت زیان اړولی.