امریکا: له ویډیو ښکاري چې د ایران زندانونو کې سیستماتیکه شکنجه شته

ارشیف، د ایران ایوېن زندان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران له اېوېن زندانه لیک شوې ویډیوګانې د ایران په زندانونو کې سیستماتیک شکنجه تاییدوي.

د دغه وزارت د ډموکراسۍ، بشري حقونو او کار دفتر په دې اړه یو بیان ورکړی دی.

د دغه دفتر په خبره په دې وروستیو کې لیک شوي ویډیوګانې افشا شوي او هغه څه ښيي چې موږ واردمخه پرې پوهېدو.

د بهرنیو چارو وزارت د ایران پر حکومت غږ کړی چې ټول سیاسي بندیان خوشې کړي او له ټولو بندیانو سره په درناوي چلند وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان دمخه یو بیان خپور کړی چې ویلي یې دي ویډیوګانې په زندان کې له بندیانو سره ناوړه او غیر انساني چلند په ډاګه کوي.

د "عدالت علي" په نوم یوې سایبر ډلې د فردا راډیو او یو شمیر نورو رسنیو ته ویډیوګانې لیږلي او ادعا یې کړې چې دوی د ایوین زندان امنیتي کیمرې هک کولو سره دا ویډیوګانې ترلاسه کړي.

دا ویډیوګانې لومړی د اګسټ په ۲۲ مه د فردا راډیو له خوا نشر شوې او په کې د بندیانو سره ناوړه چلند د هغوی وهل ټکول او شکنجه ښکاروي.