د بښنې نړیوال سازمان: نړېوال دې افغان پناه غوښتونکو ته پناه ورکړي

د کابل هوايي ډګر کې راټول افغانان

د بښنې نړیوال سازمان امنیسټي انټرنیشنل د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی چې پناه غوښتونکو افغانانو ته ځای ورکړي.

د دغه سازمان د جَنوبي اسیا برخې نن په خپل ټوېټر لیکلي زرګونه کسان په افغانستان کې له خطر سره مخ دي او غواړي له دغه هېواده ووځي څو ځان او خپله کورنۍ خوندي کړي.

امنیسټي انټرنیشنل غوښتنه کړې چې ټول باید د افغانستان لپاره سره یو لاس شي.

له کله چې طالبانو په افغانستان ولکه ټینګه کړې لسګونه زره کسان په دې لټه کې دي چې له هېواده ووځي.

که څه هم طالبانو ویلي چې له چا سره کار نه لري او له هېواده دې نه وځي خو خلک په وېره کي دې چې دا ډله به د خپلې تېرې دورې په څېر بیا په خلکو زور زیاتی پيل کړي.