امریکا او نورو لویدېځو هېوادونو خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره د کابل د هوایي ډګر له شااوخوا سیمو لېرې شي.
کابل کې د امریکا سفارت او دغه راز د بریټانیا د بهرنیو چارو دفتر په جلا- جلا خبرپاڼو کې دغلته د امنیتي ګواښ او ترهګریز برید د احتمال خبر ورکړی دی.
اسټرلیا هم خپلو اتباعو او هغو کسانو ته خبرداری ورکړی چې د اسټرلیا ویزې لري او ویلي یې دي، د دې ګواښ کچه لوړه ده.
دوی له خپلو اتباعو غوښتي چې د هوایي ډګر له شااوخوا سیمو لېري او خوندي ځایونو ته دې ځانونه ورسوي.
د کابل هوایي ډګر شااوخوا لا هم زرګونه کسان بهر ته د تګ شېبې شماري.
د میدان له شااوخوا نن سهار هم د ګډوډیو او ټېل ما ټېل خبرونه خپاره شوي دي.
معلومه نه ده چې دغه احتمالي ګواښ د چا له خوا پېښېدونکی دی، خو له دې وړاندې ویل شوي و چې داعش ډله دغلته یو ګواښ دی.