طالبانو ځینې مطرحې څېرې د کابینې پر مهمو څوکیو ګمارلي

وسله وال طالبان

طالبانو یو شمېر خپلې پخوانۍ تجربه کاره او مطرح څېرې د کابینې پر مهمو څوکیو ګمارلي دي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه وایي، طالبانو صدر ابراهیم د کورنیو چارو سرپرست وزیر او د ګوانتانامو پخوانی بندي ملا عبدالقیوم ذاکر د دفاع وزارت سرپرست ټاکلی دی.

طالبانو څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې ګل اغا یې د افغانستان د مالیې وزیر په توګه ټاکلی دی.

طالبانو ویلي، دغه ګمارنې یې د چارو د دوام لپاره کړي او زیاته کړې ده چې د ولایتونو والیان به هم هغه کسان وي چې تېرو ۲۰ کلونو کې د دوی په لیکو کې ښه ځلیدلي دي.

نن دولسمه ورځ ده چې طالبان کابل ته ننوتلي، د دوی مشران که څه هم په خبرو لګیا دي، خو تر اوسه د نوي حکومت د جوړېدو په اړه کومه ښکاره پرېکړه نه ده شوې.

پر طالبانو دا نیوکه هم کېږي چې یو شمېر سکتوري برخو کې يې بې تجربې کسان په دندو ګمارلي دي.