له کابله ۵۱ کسان یوګانډا ته رسیدلي دي

د یوګانډا یوه څنډه

له کابله پرون چهارشنبه (د زمري ۳مه) یو پنځوس کسان یوګانډا ته ورسېدل.

د یوګانډا حکومت پرته له دې چې د دې کسانو د هویت په اړه څه ووایي، په یوه اعلامیه کې څرګنده کړه چې په دې کې ماشومان، ښځې او نارینه شامل دي.

وروسته تردې چې طالبانو تېره اوونۍ کابل ونیو، یوګانډا اعلان وکړ چې د واشنګټن له غوښتنې سره سم چمتو دی چې دوه زره افغانانو ته په لنډ مهالي توګه په خپل هېواد کې پناه ورکړې.

د یوګانډا چارواکو څرګنده کړې ده چې دا کسان به د اسنادو تر چمتو کولو وروسته بل هېواد ته انتقال شي.