روسیې له پاکستان سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره پر ټیلیفون د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

د پاکستاني رسنیو په وینا، صدراعظم عمران خان ښاغلي پوتین ته وویل چې باثباته، خوندي او سوله ییز افغانستان د پاکستان او سیمې په ګټه دی.

ولسمشر پوتین د سې شنبې په ورځ په مسکو کې د واکمن ګوند چارواکو ته په وینا کې ویلي و، دا وېره شته چې ترهګر او بېلابېلې وسله والې ډلې چې افغانستان ته یې پناه وړې ده له اوسنۍ ګډوډۍ ګټه واخلي، روسیې او د روسیې متحدانو ته مستقیم ګواښ رامنځته کړي.

اسلام اباد بیا د اګسټ له پنځلسمې چې طالبانو کابل نیولی دی د افغانستان لپاره د یوې سیمه ییزې اجماع د پيدا کېدو په لټه کې دی، په دې ترڅ کې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون په تاجکستان او ازبیکستان کې له چارواکو سره وکتل او د درې ورځني سفر په ترڅ کې به له ایراني چارواکو سره هم د افغانستان په اړه خبرې وکړي.