د جرمني صدراعظمې له طالبانو سره په خبرو ټېنګار وکړ.
انګېلا مېرکل پرون چهارشنبه (د وږي په ۳مه) په برلین کې د خپل هېواد پارلمان ته په وینا کې وویل، له طالبانو سره باید ټولې هوکړې مشروطې وي.
مېرکل وویل: "زموږ هدف باید په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو ساتنه وي. نړیواله ټولنه باید پردې موضوع له طالبانو سره خبرې وکړي، د دې سربېره باید ټولې موافقې مشروطې وي."
اغلې مېرکل زیاته کړه چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته دا وېره شته چې دا هېواد یو ځل بیا د نړیوال ترورېزم په پناه ځای بدل شي.
د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن ویلي دي چې تر راتلونکې سې شنبې به ټول امریکایي پوځیان له افغانستانه ووځي.