بلغاریا ژمنه وکړه چې په لسګونو افغانانو ته به پناه ورکړي.
د دې هېواد سرپرست صدراعظم سټیفن یانیو پرون چهارشنبه (د وږې په ۳مه) په پلازمېنه صوفیه کې وویل: "د وزیرانو شورا پرېکړه وکړه چې د نژدې اویا افغانانو ملاتړ وکړي او هغوی ته پناه ورکړي. دې افغانانو پخوا په کابل کې د بلغاریا له سفارت سره کار کړی دی یا د بلغاریا له پوځیانو سره په افغانستان کې همکاره وو."
ښاغلي یانیو زیاته کړه چې دی په کابل کې د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر له وضعیته خبر دی، خو هیله مند دی چې هېواد به یې وتوانیږي دا افغانان به د کورنیو له غړیو سره روغ رمټ له کابله بلغاریا ته انتقال کړي.
بلغاریا له هغو اروپایي هېوادو څخه یو دی چې ډېر لږ کډوال په کې ژوند کوي.