نړیوال بانک: افغانستان ته مو د پیسو پر ورکړې لاس نیولی دی

کابل کې یو ه بانک ته ورټول خلک

نړیوال بانک هم له هغو سره یوځای شو چې د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو وروسته یې له افغانستان سره خپلې مرستې درولي دي.

نړیوال بانک له دوه زره دوهم کال را په دې افغانستان ته تر پنځه میلیارده او درې سوه میلیونه ډیر ډالر چمتو کړي دي.

دې بانک سي این بي سي ټلوېزیون ته په ایمیل کې خبر ورکړی دی: " د افغانستان وضعیت ته ژوره اندېښنه لرو؛ په ځانګړي ډول د ښځو وضعیت ته، نو دغه هېواد ته مو د پیسو پر ورکړه لاس نیولی دی."

نړیوال بانک دا هم ویلي دي چې د افغانستان وضعیت دقیق څاري او له نړیوالې ټولنې او خپلو شریکانو سره په دوامدار ډول په مشورو دی.

نړیوال بانک تېره اوونۍ اقتصادي سرچینو ته د طالبانو د لاس رسي مخه هم ډب کړه.

په واشنګټن کې مېشته دغه موسسه غواړي چې له افغانستان سره د خپلو مرستو تر پيل مخکې په کابل کې د واکمن حکومت په اړه وضاحت ترلاسه کړي چې نړیوالو منل شوېو بشري حقونو ته دا حکومت څومره درناوی کوي.

دا موسسه همدا راز دې ته ګوري چې د افغانستان نوی حکومت تر یوه بریده د اقتصادي رشد د ساتلو توان لري او که نه؟

طالبانو دغه ښار ۱۱ ورځې مخکې ونیو او تراوسه په پلازمېنه کې اداري کارونه دریدلي دي، ان بانکونه بند دي.

د طالبانو ویاند د سې شنبې په ورځ ژمنه وکړه چې له چهارشنبې به ټول بانکونه پرانیستل شي او راکړه ورکړه به پيل شي، خو دا ژمنه تراوسه نه ده عملي شوي.

په بهرنیو هېوادونو کې ګڼو افغانانو د افغانستان دننه خپلو خپلوانو او دوستانو ته د ویسټرن یونین بانک له لارې پیسې استولې، دې بانک هم له افغانستان سره بانکي راکړه ورکړه ځنډولې ده.

ټاکل شوې وه چې روانه اوونۍ د پیسو نړیوال صندوق د افغانستان حکومت ته ۴۵۰ میلیونه ډالر وسپاري، خو دې نړیوالې موسسې په کابل کې د طالبانو د واکمنېدو له امله دا مرسته وځنډوله.

اروپایي ټولنې هم په افغانستان کې خپل پرمختیایي کارونه درولي دي.

د اروپایي کمېسیون مشرې اورزلا فون دیرلاین د سې شنبې په ورځ وویل، په راتلونکې کې له افغانستان سره په پرمختیایي چارو کې زموږ مرستې له شرایطو سره تړلي دي، له بنسټېزو ارزښتونو سره دا مرستې غوټه شوې دي، لکه بشري حقونه، په ځانګړي ډول د ښځو حقونه.

ټاکل شوې وه چې اروپایي ټولنه د راتلونکو اوو کلونو په مخه له افغانستان سره ۱.۱۷ میلیارډه ډالر مرستې وکړي.

طالبانو ژمنه کړې ده چې بشري حقونه به د ښځو د حقونو په ګډون د اسلامي شریعت له اصولو سره سم ورکوي، خو د اروپایي ټولنې مشره وایي تر هغو له افغانستان سره مرستې نه کوو چې نوي حکومت عملي ګامونه نه وي اخیستي.

بل لور ته اروپایي ټولنې روانه اوونۍ اعلان وکړ چې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې سږکال له پنځوس میلیونه ایرو دوه سوه میلیونه ایرو ته زیاتوي.

اروپایي ټولنه غواړي چې په دې پیسو د افغانستان دننه او د افغانستان په ګاونډیو هېوادو کې له اړمنو افغانانو سره مرستې وکړي.

په ورته وخت کې په بشري برخه کې د خوړو نړیوال پروګرام WFP په راروان ژمي کې افغانانو ته ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او له نړیوالو یې د لږ تر لږه دوه سوه میلیونه ډالرو مرستو غوښتنه کړې ده چې تر اوسه د دې مرستو ژمنې نه دې شوي.