له پنجشېر یو ۱۱ کسیز پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته روان شو

پنجشېر کې د طالبانو ضد دوهم مقاومت ډله

له پنجشېر څخه یو پلاوی نن کابل ته روان شو چې له طالبانو سره د جګړې د مخنیوي په اړه خبرې وکړي.

په پنجشېر کې د طالبانو پر ضد د دوهم مقاومت د ډلې یوه غړي شمس‌الدین حامد ازادي راډیو ته وویل چې دا ۱۱ کسیز پلاوی به نن په کابل کې له طالبانو سره خبرې پیل کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون ویلي و چې یوې موافقې ته د رسېدو لپاره هلې ځلې روانې دي.

د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود ویلي چې د یوه پراخ‌بنسټه حکومت د جوړېدو غوښتونکی دی، خو که طالبان پر پنجشېر حمله وکړي، مقاومت به ورسره وکړي.