ناټو: د افغانانو او بهرنیانو ایستلو لپاره د کابل نړیوال هوايي ډګر مهم دی

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي له افغانستانه د افغانانو او بهرنیانو د ایستلو لپاره د کابل نړیوال هوايي ډګر مهم وباله.

ینس سټولټنبرګ پرون د ۷ سترو صنعتي هېوادونو سرمشریزې ته وویل: "په هوايي ډګر کې د ناټو سلګونه کارکوونکي او قراردادیان د ترافیک د کنټرول، د سونګ موادو د برابرولو او ارتباطاتو په شان مهم خدمات وړاندې کوي."

د ناټو سرمنشي همداراز وویل: "مهمه ده هغه بریاوې چې افغانانو په تېرو ۲۰ کلونو کې د ټولې نړیوالې ټولنې په مرسته ترلاسه کړي، خوندي پاتې شي."

سټولټنبرګ ټینګار وکړ چې افغانستان باید د ترورېستانو پر پناهځای بدل نه‌شي او له افغانستانه د ناټو پر هېڅ غړي ترورېستي برید ونه‌شي.

سرمنشي دا هم وویل چې ناټو به د نړیوال ترورېزم پر ضد مبارزې ته دوام ورکړي او دا به یقیني کړي چې افغانستان بیا د ترهګرو پر ځالې بدل نه‌شي.