پارا المپیک سیالیو کې د افغانستان بیرغ له کوم لوبغاړي پرته پرېډ کې تېر شو

ارشیف، د افغانستان بیرغ

د توکیو د ۲۰۲۰ په پارا المپیک سیالیو کې د افغانستان بیرغ په داسې حال کې په پرېډ کې تېر شو چې هېڅ افغان لوبغاړی د دغه هېواد د ملي بیرغ شا ته نه‌و.

د تکواندو لوبغاړې ذکیه خدایدادي او ځغاستونکی حسین رسولي یوازني دوه افغان لوبغاړي وو چې په جاپان کې یې د افغانستان استازیتوب وکړ.

۲۳ کلنه خدایدادي به لومړنۍ ښځینه افغان لوبغاړې وي چې له ۲۰۰۴ را په دې خوا پارا المپیک کې ګډون کوي.