دوه افغان ماشومان جرمني کې د امریکا د پوځي الوتکې تر کېناستو وروسته وزېږېدل

جرمني کې د امریکا یوه پوځي الوتکه چې افغانان‌یې ایستلي

د پنټاګون ویاند جان کربي وايي دوه افغان ماشومان په جرمني کې د امریکا د پوځي الوتکې تر کېناستو وروسته وزېږېدل.

د جان کربي په وینا له دوو افغان مېرمنو سره د جرمني په جنوب لوېدیځ کې د هوايي اډې په پوځي روغتون کې طبي مرسته وشوه.

تر دې مخکې د یکشنبې په ورځ یوې افغان مېرمنې چې د امریکا په پوځي الوتکه کې د کابل له هوايي ډګره ایستل شوې وه، جرمني ته له رسېدو سره سم، ماشوم وزېږاوه.