د افغانستان روباتیک ټیم پنځه غړې مکسیکو ته ورسېدې

ارشیف، د افغانستان روباتیک ټیم ځینې غړې

د افغانستان د روباتیک ټیم پنځه غړې له افغانستانه د خلکو د وتلو په لړۍ کې تېر ماښام مکسیکو ته ورسېدې.

د مکسیکو د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې د مکسیکو سیټي په نړیوال هوايي ډګر کې د دې نجونو هرکلی وکړ.

د افغانستان په روباتیک ټیم کې چې خپل فعالیت‌یې په هرات ولایت کې پیل کړ، یوه ۱۴ کلنه پېغله هم شامله ده.

دا نجونې په تېرو څو کلونو کې د هېواد او نړۍ په کچه ښې وځلېدلې او د روبات جوړولو په څو نړیوالو سیالیو کې یې ښې بریاوې ترلاسه کړې.