د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو یو ځل بیا له افغانانو سره پر خپلو ژمنو ټېنګار وکړ او د طالبانو واکمنۍ تهیې اندېښنه وښوده.
د اوو سترو صنعتي هېوادونو امریکا، بریتانیا، ایټالیا، فرانسې، جرمني، کاناډا او جاپان مشرانو پرون سې شنبه (د وږې په ۲مه) د افغانستان په اړه انلاین بېړنۍ غونډه وکړه، تر دې غونډې وروسته دې مشرانو په ګډه اعلامیه کې وویل چې افغانان د سولهییز ژوند حق لري.
په دې اعلامیه کې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پرمختګونو ته اشاره شوې ده او ټینګار شوی دی چې طالبان دې بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او لږکیو حقونه تر پښو نهلاندې کوي، کنه له غبرګون سره به مخامخ شي.
همداراز له طالبانو غوښتل شوي دي چې په افغانستان کې د ترورېزم مخه ونیسي.
د «جي اووه» هېوادونو مشرانو په افغانستان کې پر ټولو لورو غږ کړی دی چې په ښه نیت د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو لپاره هڅې وکړي.