روسیه: مسکو په منځنۍ اسیا کې د امریکايي ځواکونو حضور نه‌غواړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، مسکو نه‌غواړي چې امریکایي ځواکونه په منځنۍ اسیا کې ځای پر ځای شي.

د ده په وینا کېدای شي چې د دې ځواکونو له حضور سره په سیمه کې بریدونه پیل شي.

لاوروف دا خبره پرون په هنګري کې وکړه او زیاته‌یې کړه چې د واشنګټن دا وړاندیز چې په موقتي ډول دې افغان کډوالو ته په منځنۍ اسیا کې ځای ورکړي د سیمې ثبات ټکنی کولای شي.

ده ټینګار وکړ چې هېواد یې له چین، امریکا او پاکستان سره په ګډه د افغانستان د اوسني کړکېچ هواري ته چمتو دی.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر په وینا د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې به چې راتلونکې میاشت د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې جوړېږي یوه مهمه موضوع افغانستان وي.

په افغانستان کې د طالبانو بریالیتوب د منځنۍ اسیا هېوادونه اندېښمن کړي چې افراطي ډلې دغو هېوادونو ته مخه نه‌کړي.