طالبانو په افغانستان کې د بانکونو د پرانیستو ژمنه وکړه

د افغانستان بانک (مرکزي بانک)

طالبانو د خپلې واکمنۍ ۱۰ ورځې وروسته په افغانستان کې د بانکونو د پرانیستو ژمنه وکړه.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون سې شنبه (د وږې په ۲مه) په کابل کې خبري غونډې ته وویل له مرکزي بانک وروسته ټول بانکونه خپل فعالیت پیلوي.

ښاغلی مجاهد وایي: "مرکزي بانک ته اجازه ورکړل شوه چې باید خپل فعالیت پيل کړي او سر له نن او سبا به ټول بانکونه پرانیستل شي او راکړه ورکړه به ازادانه پيل شي."

د اګسټ له ۱۵مې چې د طالبانو ځواکونه پلازمېنې کابل ته ننوتې دي، د دغه ښار د ګڼو خلکو یو شکایت همدا و چې بانکونه بند دي او دوی له ستونزو سره مخامخ دي.