نیویارک ټایمز د روان ترینګلي وضعیت پر مهال د حامد کرزي رول ته کتنه کړې

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مقاله کې په افغانستان کې د روان ترینګلي وضعیت پر مهال د پخواني ولسمشر حامد کرزي رول ته کتلي چې له هېواده نه‌دی وتلی.

لیکوال هغه وېډيويي پیغام ته اشاره کړې چې تېره اوونۍ کرزي خپور کړ.

په دې پیغام کې ښاغلی کرزی په داسې حال کې چې له خپلو کوچنیو لوڼو سره ولاړ دی، وايي چې په افغانستان کې پاته کېږي چې د قدرت د سوله‌يیز انتقال هماهنګي وکړي.

خو د نیویارک ټایمز په دې مقاله کې راغلي، پر دې سربېره چې کرزي هڅې کړي چې په دې حساس وخت کې د یوه منځګړي رول ولوبوي، دی د دې کار توان نه‌لري.

د دوشنبې په ورځ دوو افغان چارواکو نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، وروسته له هغه چې د طالبانو ځواکونو د حامد کرزي ساتونکي خلع سلاح کړل، ده د مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله کور ته پناه یووړه.

یوه بل چارواکي چې له افغانستانه دباندې ژوند کوي نیويارک ټایمز ته ویلي چې د کرزي مېرمن او اولادونه هم د عبدالله په کور کې دي.

حامد کرزي د ولسمشر په توګه د دوهمې دورې تر بشپړېدو وروسته ارګ ته نږدې په یوه ډېره خوندي ودانۍ کې ژوند کاوه.

اوس‌مهال د مالیې پخواني وزیر حضرت عمر زاخېلوال چې د یکشنبې په ورځ‌یې د طالبانو د مشرانو په حضور کې له کرزي او عبدالله سره ولیدل، نیویارک ټایمز ته ویلي چې تر اوسه رسمي مذاکرات نه‌دي پیل شوي او دا لیدنې تر ډېره پر اعتماد جوړولو او یو بل سره پر اشنايي متمرکزې وې.

  • ګارډین

بریتانیايي ورځپاڼې ګارډین په یوه مقاله کې له افغانستانه د ۷۷ ورزشکارانو او د هغوی د کورنیو د وتلو په اړه لیکلي دي.

د ورځپاڼې په لیکنه، په دوی کې د ځوانانو او لویانو د ملي ټیمونو غړي او نجونو د فوټبال ټیم غړي او ښځو د فوټبال مسئولان شامل دي.

ګارډین لیکلي، که څه هم دا نجونې له کابل هوايي ډګره وتلې دي او د استرالیا پر لور یې پرواز کړی، خو مخکې يې لاره ډېره اوږده ده ځکه تر هغو چې د ورزشکارو نجونو خوندیتوب نه‌وي تضمین شوی، هغوی په خطر کې دي.