له کابل نه د اوکراینۍ الوتکې د تښتونې راپورونه کیف او تهران رد کړل.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت لهخوا فردا راډیو ته په یوه لېږل شوي بیان کې راغلي چې هېڅ الوتکه نهده تښتول شوې او په دې تړاو راپورونه ناسم دي.
تر دې مخکې، د روسیې تاس خبري اژانس د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال یوګیني ینین په حواله ویلي و چې نامعلومو کسانو یوه اوکرایني الوتکه تښتولې وه.
ینین ویلي و دا الوتکه یکشنبه ورکه وه او سې شنبه ایران ته یوړل شوه او پهکې نامعلومه مسافر ناست وو.
اخوا د ایران د هوایي چلند د سازمان رئیس محمد ذیبخش له ایلنا خبري اژانس سره په مرکه کې د اوکراین ادعا چې الوتکهیې له یرغمل وروسته ایران ته وړل شوې رد کړه.
هغه زیاته کړه چې الوتکه پرون د تېلو لپاره د مشهد په هوایي ډګر کې راښکته شوه او له ایران څخه تر وتلو وروسته د اوکراین په پلازمېنه کیف هوايی ډګر کې راښکته شوه.
د اوکراین یوه باروړونکې الوتکه هم چې پهکې د ۳۱ اوکراینیانو په شمول ۸۳ سورلۍ ناسته وه یکشنبه له افغانستانه کیف ته رسېدلې.